د افغانستان برېښنا شرکت خبر ورکړی، چې عمومي اجراییوي رییس ډاکتر عبدالباري عمر د روسیې سفارت اقتصادي اتشې او د روسیې هېواد برېښنا تاسیساتو تجهیزاتو تولید دولتي کمپنۍ او ددغه هېواد له اړوند خصوصي کمپنیو مسوولینو سره ناسته کړې ده. ډاکټر عبدالباري عمر په دې ناسته کې ویلي، چې افغانستان کې د برېښنا او برېښنايي تجهیزاتو تولید او تاسیساتو جوړولو برخو کې د پانګونې ګڼ فرصتونه شته او ټولو برخو کې هر ډول اسانتیاوې رامنځته شوې دي. دغهراز یادو پانګوالو څرګنده کړه، چې د برېښنا تولید، برېښنا تجهیزاتو او تاسیساتو جوړولو برخه کې یې ګڼو اسیايي او افریقايي هېوادونو کې پانګونې کړې دي، چې اوس غواړي د برېښنا تولید او وېش برخو کې افغانستان کې پانګونې وکړي. په ورته مهال د برېښنا شرکت عمومي اجراییوي رییس د یادو پانګوالو لیوالتیا وستایله او دوی ته یې د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړی دی.